ناصره ښار
عيسی مسيح د هيروديس د واکمنی پر مهال نړۍ ته سترګې وغړولې
ناصره ښار د مریم کور، کلې او همدارنګه د هستوګنې ځای و چيري چې خدای پاک يوه فرشته د جبرٸيل په نوم مريم ته ور وليږل ترڅو هغې ته ښه خبر “زيری” بيان کړي

عیسی مسیح څوک و؟
عیسی مسیح د خدای پاک روحاني زوی چې د مریم باکره په سپېڅلې کيډه کې د خدای پاک د روح په واسطه نړۍ ته راغلو، ترڅو زموږ د ګناهونو کفاره پر غاړه واخلي او انسانان د خدای سره د تل لپاره پخلا کړي

اورشلیم
اورشلیم یو له هغه، سپېڅلو او ارزښت لرونکو ښارونو له جملې څخه بلل کيږي چيرې چې مسیح عیسی انسانان رښتني لارې ته رابلل٠ دې ښار ته د مسحيت زانګو هم ويل کيږي، دا ښار د مسحیانو د عقیدې مرکزي نقطه ده٠ په دې ښار کې مسيح عیسی پر صلیب ځوړند او پر دریمه ورځ بیرته را ژوندی سو
